ډېر لوستل شوي

د څلورلارو، واټونو او سپېڅلو ځایونو د نومونې کمېسیون ناسته وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ مرستیال مولوي عتیق‌الله عزیزي په مشرۍ د څلورلارو، واټونو او سپېڅلو ځایونو د نومونې کمیسیون ناسته کړې ده.
دې ناسته کې د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي ویلي، چې پر واټونو، څلورلارو او سپېڅلو ځایونو د اشخاصو پر ځای داسې نومونه اېښودل کېږي، چې دیني او ملي ارزښت ولري.
همدارنګه ددې کمیسیون یوې کمیټې ته دنده ورکړل شوې، چې د هغو سیمو له مشرانو او څېړونکو سره وګوري، کوم چې د د نومونو پر سر اختلاف لري.

اړوند خبرونه