ډېر لوستل شوي

محمد سنوار د شهید یحیی سنوار ځایناستی شو

العربیه اژانس لیکلي، چې د حماس د عمومي مشر تر شهادت وروسته، د نوموړي ورور محمد سنوار د هغه ځایناستی شوی دی.
یحیی سنوار پرون د صهیونیستي پوځ په برید کې ناببره شهید شو، چې اوس ددې غورځنګ مشري د نوموړي ورور پر غاړه اخیستې ده.
محمد سنوار هغه څوک دی، چې په ۲۰۱۱ زېږدیز کال کې یې اسراییلی ګیلاډ شالیټ یرغمل او په مټ یې د یحیی سنوار په ګډون د حماس سلګونه غړي ازاد کړي وو.
ویل کیږي، چې محمد سنوار د حماس په پرمختګ، د القسام کنډکونو په فعالونې او نورو برخو کې ښه مخینه لري.

اړوند خبرونه