د حماس جهادي غورځنګ پوځي څانګې القـسام د غزې جبالیا سیمه کې د صهیونیستي رژیم د ۴۰۱ پوځي لوا مشر په سنایپر ویشتی او له منځه یې وړی دی.
د صهیونیست رژیم ۱۲ کانال ویلي، چې دفاع وزارت ددې خبر پخلی کوي. ۴۰۱ د صهیونیست رژیم مهمه پوځي لوا ده، چې روانه جګړه کې مهم رول لري.
جبالیا د غزې هغه سیمه ده، چې صهیونیست رژیم د تېریو دریو اونیو راهیسې کلابنده کړې، خو حماس پرې لا هم غلچکي بریدونه روان ساتلي دي.