د ملي دفاع وزارت وايي، د ۲۰۹ قولاردو اړوند د فارياب په لومړۍ پلې لواء کې د تخنيکي ټيم پر مټ لسګونه پوځي وسايط او وسلې ترميم او ګټې اخېستنې ته يې سپارلې دي.
د ياد وزارت مسوولينو په وينا، چې په ترميم شويو وسايطو کې ۲۰ عرادې هاموي ټانګونه، ۷ عرادې انټرنېشنل، ۴ عرادې رنجر امبولانسونه، ۲ ميله زيکويک او ۲ ميله دهشکې شاملې دي.
مسوولين زياتوي، چې تخنيکي ټيم د لومړۍ پلې لواء له لوري په نغدو جایزو هم ستايل شوي دي.
د ويلو ده، چې تر دې وړاندي هم په یاده لواء کې لسګونه عرادې نظامي وسایط او وسلې ترمیم او ګټي اخیستنې ته سپارل شوي دي.