ډېر لوستل شوي

پزيشکيان: له افغانستان سره به پر تعامل خبرې ولرو

د راپورونو له مخي، د ايران ولسمشر مسعود پزيشکيان د هند له صدراعظم نريندرا مودي سره په کتنه کې ويلي، چې له افغانستان سره به د تعامل په برخه کې خبرې ولري.

د ايران د جمهوري رياست رسنيز دفتر د “برېکس” ناستې په څنډه کې د مودي او پزيشکيان د ليدنې خبر ورکړی دی.

د خبرپاڼې له مخې، د ايران ولسمشر هم په افغانستان کې پر دائيمي سولې او ثبات ټينګار کړی دی.

په همدې حال کې د هند لومړي وزیر نريندرا مودي ویلي، چې د “چابهار بندر” له افغانستان سره د دې هېواد تر ټولو لویه همکاري ده. ښاغلي مودي ټینګار کړی، چې چابهار د “نوې ډهلي” او کابل ترمنځ د اړیکو په تنظیم کې رغنده رول لري.

اړوند خبرونه