ډېر لوستل شوي

انقره کې برید؛ شاوخوا شلو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ترکیې په پلازمېنه انقره کې ددې هېواد په هوایي چلند او فضایي صنعتونو مرکزي دفتر کې چاودنو او وسله وال برید ۴ مړه او ۱۴ نور ټپیان کړي دي.
دا برید د ترکیې د ولسمشر سربېره، د ملګرو ملتونو عمومي منشي، د روسیې او د الجریا ولسمشرانو غندلی دی.
د پېښې ځای ته پر وخت ځانګړي ځواکونه روغتیايي او د اور وژنې ډلې رسېدلي دي.
ددې پېښې ارقام لا هم وروستي نه دي. د سي.اېن.اېن. خبري اژانس پر باور د ځینو زخمیانو حالت نازک دی.

اړوند خبرونه