د ترکيې دفاع وزارت د عراق او سوريې په شمال کې د کرد وسلهوالو پر ۳۲ هدفونو د هوايي بريد خبر ورکړی دی.
د راپورونو له مخې، د ترکيې دفاع وزارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې دغه عمليات يې په پلازمینه انقره کې د فضانوردۍ پر تأسيساتو د بريد په ځواب کې کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا ویلي، چې پر دغو تأسیساتو د وسله والو په ترسره شوي برید کې ۵ تنه وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان دي.