د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وايي، چې د دې وزارت سرپرست شيخ نورمحمد ثاقب له اوزبيکستان څخه راغلي د مسلمانانو د ادارې مشر شيخ نورالدين خالق نظر په مشري پلاوي سره کتلي دي.
په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمينځ د مثبتو اړيکو د لا پياوړتيا او پراختيا په تړاو خبرې شوې دي. د مسوولينو په خبره، چې دغه پلاوی به د افغانستان اسلامي امارت له لوړ پوړو چارواکو او علماوو سره د کتنو ترڅنګ د هېواد له تاریخي، مقدسو او مشهورو ځایونو څخه هم لیدنه وکړي.