د اوبو او انرژۍ وزارت د روان کال (لړم، جمعه۴مه ـ شنبه۵مه) د هېواد په ۱۱ ولايتونو کې د سينديزو حوزو په ځينې ځايونو کې د اوبو د کچې د لوړوالي له امله د سختو سيلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.
د ياد وزارت د هوا پېژندنې ادارې د معلوماتو له مخې، چې دغه اټکل د هېواد په «هرات، غور، بادغيس، فارياب، جوزجان، سرپل، بلخ، سمنګان، بغلان، تخار او بدخشان» ولایتونو کې شوی دی.
ياد وزارت په خبرپانه کې ويلي، هغه هېوادوال چې سينديزو سيمو سره نیږدې اوسېږي، ځانونه دې خوندې ځايونو ته ولیږدوي.