تېره ورځ د صهیونیستي یرغلګرو په بریدونو کې ۵۳ کسان شهیدان شوي، چې ۴۶ تنه یې یوازې په غزې پورې تړاو لري.
دا په داسې حال کې ده، چې په غزه کې صهیونیستانو کلابندي لا ټینګه کړې ده.
د تازه بریدونو په دوام د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي، چې د غزې راپورونه زړه بوږونونکي دي.
د یادونې وړ ده، چې د غزې سربېره لبنان کې هم ددې رژیم عسکرو خپل بریدونه پراخ کړي.