د عامې روغتیا سرپرست وزیر مولوي نور جلال جلالي غزني ته د خپل سفر په ترڅ کې ددې ولایت روغتیایي چارې ارزولي دي.
د غزني والي حافظ محمد امین عمري د عامې روغتیا وزیر او مل پلاوي ته د هرکلي تر څنګ په دې ولایت کې د نویو روغتونونو جوړېدو، لویو لارو کې د ترافیکي پېښو لپاره د درملو او اړینو طبي توکو برابرېدو او د روغتیایي کارکوونکو د تشکیل زیاتېدو غوښتنه کړې ده. د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاډ څرګند کړی، چې امکاناتو ته په کتو به یادو برخو کې همکاري وکړي.