د فارياب ولايت له پېښو سره د مبارزې چمتووالي رياست وايي، چې په دې ولايت کې يې له ۹۷۲ زيانمنو کورنيو سره ۲۱ ميليونه ۵۷۸ زره او ۴۰۰ افغانۍ نغدي مرسته کړې ده.
د دې رياست د مسوولينو په خبره، چې يادې مرستې د کډوالۍ نړيوال سازمان( ای،او،ايم) په مالي ملاتړ ترسره شوې دي.
ځايي مسوولين زياتوي، چې په دې لړ کې هرې کورنۍ ته ۲۲ زره او ۲۰۰ افغانۍ وېشل شوې دي. دا په داسې حال کې ده، چې پېښو سره د مبارزې چمتووالي ملي ادارې هم تر دې وړاندې د هېواد په يو شمېر نورو ولايتونو کې ورته مرستې کړې دي.