ډېر لوستل شوي

کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر: بهرمېشتي افغان کډوال دې د کډوالۍ اصول مراعت کړي

 د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني لوګر ته په یوه سفر کې د یو شمېر شهیدانو له کورنیو او دغه راز اړمنو او بېځایه شویو کورنیو سره مرستې کړي دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، چې د څرخ پر ۶ هغو کورنیو یې ۳سوه زره افغانۍ وېشلي، چې غړي یې شهیدان شوي وو. ښاغلي حقاني وویل، چې دا مرستې د امیرالمؤمنین حفظه الله او د رییس الوزرا د ځانګړې لورینې له مخې پر دې کورنیو وېشل شوي. همدارنګه د چین له لوري مرسته شوې خیمې او کمپلۍ پر ۷۰ راستنوشویو او اړمنو کورنیو وېشل شوي دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر همدارنګه پر هغو افغان کډوالو چې په بهرنیو هېوادونو کې اوسیږي، غږ کړی، چې د کډوالو اصول په پام کې ونیسي. ښاغلي حقاني له بهرمېشتو افغانانو غوښتي چې  د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې دې لاسوهنه نه کوي.

نوموړي همدارنګه پر افغان کډوالو غږ وکړ، چې خپل هېواد ته په بېرته راتګ سره له شته بشپړ امنیت اوعدالت څخه ګټه واخلي او د هېواد آبادۍ کې له خپل اسلامي نظام سره اوږه په اوږه ودریږي.

همداراز د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر پرګاونډیو هېوادونو غږ وکړ، چې افغان کډوال دې نه ځوروې او د کډوالۍ د اصولو مطابق دې د دوی حقه حقوق ورکړي.

ورته مهال د شهیدانو ورثه وو او بېځایه شویو اړمنو د اسلامي امارت د مشرتابه او د کډوالو چارو وزارت له دغه لورینې څخه مننه وکړه او ترڅنګ یې غوښتنه کړې، چې باید د شهیدانو ورثه او اړمنو کورنیو سره لا ډېرې مرستې وشي.

اړوند خبرونه