پر غزې او لبنان د اسراییلي یرغلګرو په تازه خونړیو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون څه باندې ۲۰۰ بې ګناه وګړي شهیدان شوی دي. الجزیرې خبري شبکې د غزې روغتیایي سرچینو له قوله ویلي، چې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له امله په غزې تړانګه کې ۱۴۳ تنه شهیدان شوي، چې له دې ډلې یوازې ۱۳۲ یې د غزې په شمال کې دي. د غزې ترڅنګ په لبنان کې هم د صهیونیستي یرغلګرو د بریدونو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۷۷ تنه شهیدان شوي.