د کډوالو او بيرته راستېدونکو چارو وزارت، د پاکستان له بندخونو د ۹ افغان کډوالو له راخوشي کیدو خبر ورکړی.
یاد وزارت ويلي، دغه کسان د قانوني اسنادو د نه درلودو له امله نیول شوي و.
ويلکېږي، چې دغه نهه کسان د مرستو په موخه د کډوالۍ نړيوال سازمان ته هم ورپيژندل شوي دي.
د ويلو ده، چې د اسلامي امارت د ډيپلوماټيکو اړيکو له لارې ګڼ شمېر افغان کډوال د ګاونډيو هېوادونو له بندخونو څخه ازاد شوي دي.