د غزني امنيه قوماندانۍ په اندړو کې د درې ميله وسلو او يو شمېر پوځي وسايلو له کشف او نيول کيدو خبر ورکړی دی.
د يادې قوماندانۍ مسوولين وايي، په ترلاسه شويو وسلو او پوځي وسايلو کې يو ميل کلاشنکوف، دوه ميله توپانچې، يوه پايه مخابره او يو شمېر پوځي توکي شامل وو.
مسوولين زياتوي، چې ترلاسه شوي پوځي وسايل به د “ډاياک” امريت ته وسپارل شي. د يادونې وړ ده، چې د کورنيو چارو وزارت اړوند منسوبينو تر دې وړاندې هم په ياد ولايت کې د ځينو غير قانوني وسلو له کشف او ترلاسه کولو خبر ورکړی و.