د غزني “اب بند” ولسوالۍ په “تودې چينې” سيمه کې د کابل ـ کندهار په لويه لار د يو ۵۸۰ ډوله موټر او کرولا ترمنځ د ټکر له امله ۹ تنو ته مرګژوبله اوښتې ده.
مسوولين وايي، په دې پېښه کې د يوې ښځې په ګډون څلورو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او د درې ماشومانو په ګډون پنځه تنه نور ټپيان شوي دي.
مسوولين زياتوي، چې يادې سيمې ته امنيتي ځواکونو پر وخت رسېدنه کړې او ټپيان يې د درملنې په موخه د غزني حوزوي روغتون ته لېږدولي دي. دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ترافيکي پېښې زياتې شوې او لامل يې هم د موټر چلونکو نه پاملرنه په ګوته کیږي.