ډېر لوستل شوي

خوست کې ګڼ شمېر وسلې او پوځي مهمات نيول شوي

د خوست امنيه قوماندانۍ په دې ولايت کې د يو شمېر وسلو او پوځي مهماتو د کشف او ضبط خبر ورکوي.

يادې قوماندانۍ ويلي، په ترلاسه شويو وسلو کې ۵ ميله کلاشينکوفونه، ۱ ميل راکټ، ۱ ميل پيکا، د کلاشينکوف زرګونه مرمۍ، د ده‌شکې او پيکا مرمۍ، يو شمېر مخابرې، فشاري او لاسي بمونه او نور بېلا بېل مهمات شامل دي.

د مسوولينو په خبره، چې د يادو پوځي وسلو په تړاو ۵ تورن کسان هم نيول شوي دي.

د مسوولينو په خبره، چې د يادو وسلو په تړاو ۵ تورن کسان هم نيول شوي دي. د ويلو ده، چې تر دې وړاندې هم د ياد ولايت د قوماندانۍ منسوبينو په بېلا بېلو سيمو کې د  وسلو د کشف او ضبط خبر ورکړی و.

اړوند خبرونه