د کندهار امنيه قوماندانۍ په دې ولايت کې د ۳ زره او ۵۰۰ نشه کوونکې ټابلېټکا ګوليو له ترلاسه کولو خبر ورکړی.
مسوولين وايي، چې دغه ګولۍ يې د ياد ولايت ۱۳مې حوزې اړوند سيمه کې له یوه کس سره یوځای نیولې دي. دا په داسې مهال ده، چې تر دې وړاندې هم د کندهار ولایت د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت ورته لاسته راوړنې درلودې.