د ریاست الوزرا عالي مقام د دفتر عمومي رییس ډاکټر ملا عبدالواسع د ټایرونو، بیټریو او د مبلاییلو واردونکو ټولنې له رییس او غړو سره کتلي دي.
ملي سوداګرو د ریاست الوزرا د عالي مقام د دفتر له مشره غوښتي، چې د بیټریو وارداتي تعرفه دې کمه شي. دې لیدنه کې ډاکټر ملا عبدالواسع ویلي، چې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د هېواد د اقتصاد د ښه کولو او د سوداګرو د ملاتړ لپاره په ډېرو برخو کې مالیې بښلي دي.

