افغاني سرې مياشتې ټولنې په کونړ کې ۷۶۲ تنه زدهکوونکو ته د ښوونيزو خدمتونو د برابرولو خبر ورکړی دی.
يادې ټولنې ويلي، چې په دې زدهکړو کې اسلامي ښوونې، نبوي سيرت، ليک او لوست، رياضي، انګليسي او د کمپيوټر زدهکړې شاملې وې.
د مسوولينو په خبره، چې د تېرو درېيو مياشتو په موده کې ۸۱ تنه زدهکوونکي د زدهکړو له بشپړولو وروسته فارغ او ۶۸۱ تنه لا هم په زدهکړو بوخت دي. د ويلو ده، چې افغاني سرې مياشتې ټولنې تر دې وړاندې هم د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې ورته پروګرامونه پر لار اچولي دي.