د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتين په “کرملين ماڼۍ” کې د شمالي کوريا د بهرنيو چارو له وزيرې سره کتلي دي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په اېکس کې لیکلي، چې د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزیرې چوی سون د دې هېواد د مشر کیم جونګ اون پیغامونه له پوتین سره شریک کړي دي. دا کتنه په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د “مسکو او پیونګیانګ” ترمنځ وروستی نږدېوالی د لویدیځ له سختو غبرګونونو سره مخ شوی دی.