د هلمند د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رياست په دې ولايت کې د ۷۷۴ بېوزلو کورنيو سره د غير خوراکي تو د مرستو د وېش خبر ورکړی دی.
د دې رياست رييس مولوي الله داد انقيادي ويلي، چې د يادو مرستو په لړ کې هرې کورنۍ ته درې کمپلې، ګاز ډبه، د پخلنځي ټول وسايل، د لمريزې برېښنا څراغونه، د اوبو ډبې، سطلونه او د حفظ الصحې وسايل وېشل شوي دي. د يادونې وړه ده، چې دغه مرستې د ياد رياست د همکارې مؤسسې په مالي ملاتړ ترسره شوې دي.