د ۲۱۵ عزم قول اردو اړوند له ښوراب ښوونيز مرکز څخه ۶۰ تنه مجاهدین د کمپيوټر له درې مياشتنيو زده کړو فارغ شوي دي.
دا مجاهدین په بېلابېلو جزوتامونو پورې اړوند دي، چې تازه یې د کمپیوټر درې میاشتنۍ نظري او عملي زده کړې پای ته ورسولې.
ورته مهال ملي دفاع وزارت نن(سه شنبه، لړم ۱۵مه) د عبدالله بن مسعود “رض” د جګړهييزو ګډو زدهکړو له قوماندانۍ د توپچي، مخابرې او سټلايټ په برخو کې د ۱۱۲ تنو د فراغت خبر ورکړی وو