ډېر لوستل شوي

د امريکا په مهمو ايالاتونو کې امنيتي ګواښونو د رايې اچوونې بهير ټکنی کړی

د راپورونو له مخې، د امريکا په ځينو مهمو ايالاتونو کې امنيتي ګواښونو د رايې اچوونې بهير ټکنی کړی دی.

رويټرز خبري اژانس د امريکا فدرال تحقيقاتي ادارې له قوله ویلي، په جورجيا، ارېزونا او پېنسلوانيا کې د جعلي بمونو ګواښونو د رايې اچوونې بهير ټکنی کړی و.

دا په داسې مهال ده، چې د امريکا د ولسمشرۍ ټاکنو د رايې اچوونې لړۍ لا هم دوام لري، چې د راپورونو له مخې په ياده لړۍ کې جمهوریت پال نوماند ډونالډ ټرمپ مخکښ ليدل کېږي.

اړوند خبرونه