د ولسمشر په توګه د ډونالډ ټرمپ تر ټاکل کېدو وروسته د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د امریکا له راتلونکې ادارې غوښتي چې واقعبینانه ګامونه پورته کړي.
د بهرنیو چارو وزارت په دې اعلامیه کې ویل شوي: « اسلامي امارت د متوازن بهرني سیاست په رڼا کې د امریکا متحده ایالتونو د ټاکنو پايلو له راڅرګندېدو سره هیله لري، چې د امريکا راتلونکې اداره واقعبینانه ګامونه پورته کړي.»
اعلامیه کې وړاندې راغلي، چې که دا اداره واقعي ګامونه واخلي، نو کابل ـ واشنګټن به په خپلو اړیکو کې پرمختګ وویني او دواړه هېوادونه به د دوه اړخیز تعامل په رڼا کې د اړیکو نوی څپرکی پرانیزي.
اعلامیه کې ویل شوي، چې د دوحې هوکړه د ډونالډ ټرمپ د واکمنۍ پرمهال لاسلیک شوې وه او له هغې وروسته افغانستان کې د امریکا اشغال پای ته ورسېد.
دې اعلامیه کې همدارنګه هیله ښودل شوې، چې ډونالډ ټرمپ به سیمه او نړۍ کې روانه جګړه پای ته ورسوي او په غزه او لبنان کې به روان ظلمونه پای ومومي.