د عراق اسلامي مقاومت سازمان ځواکونو (حشدالشعبي) یو ځل بیا د اشغال شوي فلسطین په شمالي ښار حیفا کې د صهیونیستي رژیم پوځي اهداف ویشتي دي.
دې برید کې د صهیونیستي رژیم پوځې اډې ویجاړې شوي؛ خو دغه رژیم د خپلو ځاني او مالي زیانونو په تړاو چوپتیا غوره کړې.
د یادونې وړ ده، چې د صهیونیستي رژيم پوځي اډې د حشدالشعبي ډلې سربېره د حماس او حزب الله ځواکونو تر بریدونو لاندی هم دي.