د ایران د دفاع وزیر ځایناستي سید حجت الله قریشي په مشرۍ یو پوځي پلاوي اسلام اباد کې د پاکستان له پوځي چارواکو سره کتلي دي.
د دواړو هېوادونو مسوولینو لا ددې کتنو په تړاو څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د پاکستان هوایي ځواکونو د ایران د سیستان او بلوچستان د سراوان پولې ته څېرمه د بلوچستان ایالت د پنجګور پر غرونو درنې بمبارۍ وکړې.
ویل کیږي، چې دې بمباریو کې د جیش العدل وسله والې ډلې دوه مشران وژل شوي.