د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال مولوي زاهد احمدزي خوست ته د خپل سفر په ترڅ کې له قومي مشرانو سره په غونډه کې ویلي، چې ولایتونو ته یې د سفرونو موخه د ولسونو د ستونزو اورېدنه او ورته رسېدنه ده.
د نوموړي په خبره، د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري، چې د خوست مرکز او ولسوالیو کې روږدو او بې سرپرسته کوچنیانو ته روزنتونونه جوړ کړي. بل خوا، په غونډه کې د خوست قومي مخورو ددې ولایت د ولسونو ستونزې له مولوي زاهد احمدزي سره شریکې کړې او خوستي ځوانانو ته یې ترې د کار غوښتنه هم کړې ده.