د ننګرهار ولايت مقام په مېلمستون کې د ولایت مرستیال مولوي عزيزالله مصطفی، ولسوالانو، د يوناما مسوولينو او د رسنيو استازو ترمنځ د ښکېلتیا او همکارۍ تر سرليک لاندې ګډه غونډه وشوه.
د ولایت مرستيال مولوي عزيزالله مصطفی د اسلامي امارت پر پالیسۍ رڼا واچوله او په دې برخه کې د همکارۍ ډاډ یې ورکړ.
نوموړي خبریالانو ته ديني او ملي ارزښتونو ته د پاملرنې، په خپلو چارو کې د اسلامي امارت د پالیسۍ تطبيق سپارښتنې وکړې او همدا راز يې ورته ډاډ ورکړ چې کولی شي ټولو سيمو ته د خبري پوښښ په موخه تګ راتګ او له مسوولينو سره په بېلابېلو برخو کې مرکې وکړي.
په ختيځ کې د يوناما مشرې مېرمن کيرن لي کوټس د ولايت له مرستيال او ولسوالانو مننه وکړه، چې له رسنيو سره ښه همکاري لري. نوموړې وويل، چې دوی له رسنيو سره د روغتيا او نورو اعلاناتو په برخه کې مرستې کوي او د رسنيو استازو ته يې د لا همکارۍ ډاډ ورکړ. هغې زياته کړه چې دا ډول غونډې د ټولنې حقيقي انځور وړاندې کوي او د دوام هيله يې وکړه. په پای کې خبریالانو د ازاد بحث په بنه خپلې ستونزې د ولایتي ادارې او یوناما له مسوولینو سره شریک کړې او د حل په موخه یې د همکاریو غوښتنه وکړه.