ډېر لوستل شوي

د روغتيا نړيوال سازمان مسوولينو په افغانستان کې د روغتيايي سکټور پر پياوړتيا ټينګار کړی

د عامې روغتيا وزارت سرپرست مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د روغتيا نړيوال سازمان د ختيځې حوزې عمومي مشرې حنان حسن البلخي او د يونيسف سازمان ختيځې حوزې مشر بيل ګيټس بنسټ استازي سره کتلي دي.

د عامي روغتيا وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کې د روغتيا نړيوال سازمان مسوولينو په افغانستان کې د روغتيايي سکټور د پياوړتيا او په دې برخه کې د بهرنيو مرستو د راخپلولو په برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې ده.

دغه راز په دې ناسته کې د پوليو واکسين، د لويو لارو په اوږدو کې د روغتيايي مرکزونو جوړېدو، د خوارځواکو ناروغانو د درملنې او په دې اړه د رتلونکو پلانونو په تړاو هم خبرې شوې دي. د ويلو ده، چې عامې روغتيا وزارت سرپرست تر دې وړاندې هم د روغتيا سازمان له يو شمېر مسوولينو سره د افغانستان د روغتيايي سکټور د پياوړتيا په موخه ناستې کړې دي.

اړوند خبرونه