د پوهنې سرپرست وزیر مولوي حبیب الله آغا خوست ته په خپل سفر کې ویلي چې د مسلمانانو د ژوند مقصد دین دی؛ خو عصري علوم هم د ژوند اړتیا ده.
نوموړي یوه کنفرانس ته په وینا کې ویلي: عصري زده کړې باید وکړو تر څو د نړۍ له هېوادونو سره خپل هېواد سیال کړو او دا سیالي په کوښښ او محنت سره کیدای شي.
مولوي حبیب الله آغا وړاندې زیاته کړې، چې کفارو له ماتې وروسته اوس تبلیغاتي جګړې ته مخه کړې ده.
سرپرست وزیر، خوست ته د خپل سفر موخه د ستونزو اورېدل او سلا اخیستل بللي دي.