ډېر لوستل شوي

د کابل ـ اسلام اباد پر ګډو همکاریو ټینګار وشو

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد نن(چهارشنبه، لیندۍ شپږمه) په خپل کاري دفتر کې د پاکستان له سفیر عبیدالرحمن نظاماني سره کتلي دي.
په دې کتنه کې د ملي دفاع وزارت سرپرست وزير افغانستان او پاکستان دوه ګاونډي هېوادونه ياد کړل. مولوي محمد یعقوب مجاهد وړاندې زیاته کړه، افغانستان او پاکستان هغه هېوادونه دي چې ګډ مشترکات لري. ښاغلي مجاهد وړاندې ویلي، د ګډو ارزښتونو له کبله اسلامي امارت غوره بللې چې د ګاونډیتوب حس ته په درناوي له دې هېواد سره په اقتصادي، سوداګریزو او نورو برخو کې همکاري ولري.
د ناستې په پای کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو همکاریو پر زیاتونې ټینګار وکړ.
یاده دې شي، چې اسلامي امارت تر دې دمخه هم ګاونډیو هېوادونو سره د دوه اړخیز درناوي په پام کې نیولو سره د همکاریو وړاندیز کړی و.

اړوند خبرونه