د عامې روغتیا وزارت د سرپرست مولوي نور جلال جلالي په انتاني او افغان- جاپان روغتونونو کې د دوه تشخیصیه مرکزونو د رغونې چارې پرانیستلې.
د عامې روغتیا وزارت د مسوولینو په وینا، د يادو پروژو د چارې پر بشپړولو شاوخوا ۱۰۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د جایکا او روغتیا نړیوال سازمان له لوري یې لګښت ورکول کیږي او چارې به یې په راتلونکو ۳ میاشتو کې بشپړې شي.
په انتاني ملي او تخصصي روغتون کې ددې پروژو د چارو د پیل په مراسمو کې مولوي جلالي ویلي چې افغانستان په تېرو څه باندې څلوېښتو کلونو کې ډېرې ستونزې او کړاوونه لیدلي، اوس چې امنیت راغلی؛ باید ټول د هېواد د آبادۍ او پرمختګ لپاره هڅې وکړي.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست ویلي، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله په ځانګړې پاملرنې، د هېواد په ۳۱۸ ولسوالیو کې د روغتونونو جوړولو بودجه دغه وزارت ته ځانګړې شوې ده، چې د رغونې چارې به یې په نږدې راتلونکې کې پیل شي.