په کاپیسا او پنجشير ولايتونو کې له ۴۸۰ تنو سره د خوراکي توکو مرستې شوې دي.
د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت نن په خپل رسمي اېکس د دغو مرستو خبر ورکړی دی.
دې وزارت ويلي، چې دغه مرستې په يادو ولايتونو کې پر ۴۸۰ تنو يتيمانو، کونډو، معلولينو او اړمنو کسانو وېشل شوې دي.
د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت وياند مفتي فيصل خاموش له اميد راډيو سره په خبرو کې ويلي، له اړمنو کورنيو سره به په نږدې راتلونکي کې د خوراکي توکو د مرستو دغه لړۍ د مرکز کابل په ګډون زابل، غزني او ميدان وردګو ولايتونو ته هم وغځول شي. د ويلو ده، چې ياد وزارت تر دې وړاندې هم د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې له بېوزلو او يتيمو کورنيو سره ورته مرستې کړې دي.