ډېر لوستل شوي

د استانبول حلال نندارتون کې د افغان مسوولینو د ګډون هرکلی وشو

د بهرنیو چارو وزارت ویاند مرستیال حافظ ضیااحمد تکل نن مازیګر(شنبه، لیندۍ لسمه) په خپل اېکس له بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سره د ترکیې د سفیر جنګ اونال د کتنې خبر ورکړی دی.
په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سیاسي او اقتصادي اړیکو هراړخیزې خبرې شوي.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د افغانستان او ترکیې ترمنځ د سوداګریزو اړیکو په برخه کې د استانبول حلال نندارتون کې د افغان پلاوي ګډون او د لاجوردو لارې د فعالیت په تړاو په هغه هېواد کې د وروستۍ ناستې هرکلی کړی. ښاغلي متقي د یادو مثبتو هڅو په پار له ترکیې جمهوریته مننه کړې ده.
مولوي امیر خان متقي همداراز د دواړو هېوادونو ترمنځ د دیپلوماټیکو اړیکو اوسنی وضعیت مثبت وارزاوه او هیله یې څرګنده کړه چې دواړه لوري به نور رغنده ګامونه پورته کړي.
د ترکیې سفیر جنګ اونال په خپلو خبرو کې ویلي، چې دمګړۍ د سوداګرۍ او صنعت وزیر او افغان پلاوی ترکیه کې دی او د حلال نندارتون تر څنګ یې له ترکیي مسوولینو سره کتلي دي.
همداراز د ترکیې سفیر وویل چې هېواد یې افغانستان سره اړیکو ته په مثبت نظر ګوري او هیله مندي ښیي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دیپلوماټيکې اړیکې لا پراخې شي.

اړوند خبرونه