ډېر لوستل شوي

ترکیه کې افغان پلاوي ددې هېواد له پخوانۍ؛ خو مډرنۍ مطبعې کتنه کړې

د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزی له مل پلاوي سره په ترکیه کې د حلال نندارتون څنډه کې د دغه هېواد له تر ټولو پخوانۍ او تاریخي مطبعې کتنه کړې ده.
ویل کیږي چې ددې کتنې موخه ددې مطبعې تاریخي ارزښت و.
دغه تاریخي چاپخونه چې په ترکیه کې د “درب‌خانه” په نوم مشهوره ده، ۵۵۷ کاله تاریخي لرغونتوب لري، چې د نړۍ د ۵۰ مشهورو چاپخونو ګڼل کیږي.
دغه مطبعه اوس په عصري او مډرنو وسایلو او ماشین آلاتو مجهزه ده چې د ترکیې هېواد ټول مهم دولتي اسناد چاپوي او د دغه هېواد د مشهورو تاریخي ورځو په مناسبت پکې سکې په ضرب وهل کیږي. ویل کیږي چې دې مطبعه کې به د عثمانیانو د وخت ترکي مهرونه، نښانونه او د سرو زرو سکې په ضرب وهل کېدې.
یاده دې شي چې د افغان پلاوي د کتنې پر مهال د ترکیې او د افغان کونسل په همکارۍ سرپرست وزیر ته د مولانا جلال الدین محمد بلخي په نوم په ضرب وهل شوې سکه هم ډالۍ شوه.

اړوند خبرونه