پوهنې وزارت وايي، چې د لوګر ولايت په مرکز او ولسواليو کې د شاوخوا ۱۵۵ ميليونه افغانيو په لګښت د ۱۴ بابه ښوونځيو د ودانيو د جوړولو چارې دوام لري.
د ياد وزارت وياند مفتي منصور احمد حمزء وايي، چې د دغو ښوونځيو د جوړونې چارې د بشپړېدو په حال کې دي او په راتلونکې يوه مياشت کې به ګټې اخېستنې ته وسپارل شي.
د نوموړي په خبره، چې د يادو ښوونځيو مالي لګښت د پوهنې په برخه کې د دوو همکارو ادارو له لوري ورکول کېږي. د ويلو ده، چې د ياد وزارت په چوکاټ کې د پوهنې په برخه کې د همکارو ادارو او مؤسسو له لوري د هېواد په بېلا بېلو ولايتونو کې په لسګونه ښوونځي جوړ او ګټې اخېستنې ته سپارل شوي دي