پوهنې وزارت وايي، د پکتيکا ولايت پوهنې رياست ته د ۳.۷ ميليونه افغانيو په لګښت درسي توکي ورکړل شوي دي.
دې وزارت ويلي، په دې تخنيکي وسايلو او ښونيزو توکو کې کمپيوټرونه، پرنټرونه، مېزونه، څوکۍ، المارۍ، د لوبو وسايل، جامې او نور اړين توکې شامل دي. د دې وزارت مسوولين وايي، ټاکل شوې دغه تخنيکي وسايل او ښونيز توکي د ياد ولايت د مرکز او ۲۵ ولسواليو پر ښوونځيو ووېشل شي.