په قطر کې د اسلامي امارت د سياسي دفتر رييس سهيل شاهين د افغانستان لپاره د هالنډ له سفيرې لائتيا وان اش او د المان له شارژدافير رولف ديتر راينهارد سره کتلي دي.
نوموړي پر خپل اېکس ليکلي، چې په دې ناسته کې يې د زدهکړو، اقليمي بدلون او په افغانستان کې د بشرپالو مرستو په اړه خبرې کړې دي. د ويلو ده، چې په قطر کې د اسلامي امارت د سياسي دفتر رييس وخت نا وخت د افغانستان لپاره د ځينو هېوادونو له استازو سره کتنې کوي.