ډېر لوستل شوي

یونیسف: ۶۳۳ زرو تنو ته مو پاکې اوبه برابرې کړي

د ماشومانو د خوندیتوب صندوق (یونیسف) ویلي، چې د روان زېږدیز کال له پیل راهیسې یې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د پاکو اوبو ۱۵۷ پروژې پلې کړي دي.
د یونیسف د مسوولینو په خبره، د دغو پروژو له پلې کېدو سره سم، څه باندې ۶۳۳ زره کسانو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې وچکالیو او اقلیمي بدلون هېواد کې تر ځمکې لاندې اوبو کچه کمه کړې ده.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هم ګواښ کړی، چې تر ۲۰۳۰ زېږدیز کال پورې به د کابل تر ځمکې لاندې اوبه وچې شي.

اړوند خبرونه