ډېر لوستل شوي

ورښت د افغانستان او زمبابوې یو ورځنۍ لوبه بې پایله کړه

د پرلپسې باران له کبله د افغانستان او زمبابوې ترمنځ لومړۍ یو ورځنۍ لوبه بې پایلې پای ته ورسوله.
تمه وه، دا لوبه نن د کابل پرمهال غرمه ۱۲ بجې پیل شي؛ خو د باران له کبله لوبه ناوخته پیل شوه او ۲۷ اورونو ته رالنډه شوه.
افغانستان په بې ساري توپ اچونې سره د زمبابوې ۵ لوبغاړي له ډګره بهر کړل، خو بیاځلي باران لوبه بې پایلې کړه.
تمه ده د دواړو لوبډلو ترمنځ بله لوبه راتلونکې پنجشنبه په هرارې لوبغالي کې ترسره شي.

اړوند خبرونه