له پېښو سره د مبارزې ملي اداره وايي، چې د اټکلي سېلابونو د راوتلو په پاره د پنجشير د سيند هغه ځايونه چې له “چکړو او سېلابي موادو” څخه ډک شوی و، پاک شو.
د دې ادارې مسوولينو ويلي، چې دغه سيند په بيړني توګه د ايسکواټور په وسيله په “دهن سيلبر، خوغر او پل فراج” سيمو کې پاک او له اټکليز ګواښ څخه وژغورل شو. دا په داسې مهال ده، چې تر دې وړاندې د هوا پېژندې ادارې د هېواد په ځينو شمالي ولايتونو کې د سختو ورښتونو او د سېلابونو د راوتلو اټکل کړی و.