د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال شېرمحمد عباس ستانکزی وايي، چې کورنۍ رسنۍ دې د مغرضو رسنيو د منفي تبليغاتو پر وړاندې مبارزه وکړي.
ښاغلي ستانکزي دغه څرګندونې نن (چهارشنبه، ليندۍ۲۸مه) د “اسلامي نظام په پياوړتيا کې د رسنيو رول” په نوم سيمنار کې کړې دي.
نوموړي د اسلامي نظام په پياوړتيا کې د رسنيو رول اړين بللی دی. د بهرنيو چار وزارت سياسي مرستيال له رسنيو غوښتي، چې دغه رسنۍ دې نړيوالو ته د اسلامي امارت رښتيني پرمختګونه او سم انځور وړاندې کړي.