ډېر لوستل شوي

د نورستان په وایګل او نورګرام کې سړکونه جوړېږي

د نورستان ځایي مسوولین ددې ولایت په وایګل او نورګرام ولسوالۍ کې د سړک جوړونې د چارو د پیل خبر ورکوي.

ددې ولایت مسوولینو ویلي چې په وایګل ولسوالۍ کې د خوړو نړیوالې ادارې په مالي ملاتړ د ۱۳۶۲۰ متره په اوږدوالي یو سړک پيل شوی دی. ویل کیږي چې دا سړک به د ۴ میاشتو په اوږدو کې بشپړ شي او همداشان به ۵۵۰ تنو ته کارموندنه هم وشي.

بل پلو، د خوړو نړیوالې ادارې په مالي ملاتړ ددې ولایت په نورګرام ولسوالۍ کې هم د ۱۰ کیلومټره سړک د جوړونې چارې پیل شوي دي. ددې سړک چارې به د ۶ میاشتو په اوږدو کې بشپړې شي او ۴ سوو تنو ته به پکې کارموندنه وشي. ددې ولسوالیو اوسېدونکي د سړکونو رغونې ته خوښ دي او په وینا یې دا سړکونه به یې ورځنۍ ستونزې هوارې کړي.

اړوند خبرونه