ډېر لوستل شوي

عبدالله سعد: د دوښمنانو په ځپنه کې د نظامیانو هڅې د ستاینې وړ دي

د ملي دفاع وزارت اړوند د ٢٢١ شهید افتاب فرقې له ښونیز مرکز څخه ۳۵۰ تنه منسوبین له درې میاشتنیو نظامي او مسلکي زده کړو وروسته فارغ شوي دي.
ملي دفاع وزارت نن ماخوستن(چهارشنبه، لیندۍ ۲۸مه) په خپل اېکس ددې منسوبینو د فراغت خبر ورکړی دی.
ددې منسوبینو په فراغت غونډه کې د جګړه ییزو ګډو زده کړو قوماندان مولوي نصیب الله مدني، د ۲۲۱ شهید افتاب (رح ) د فرقې مرستیال مولوي عبدالله سعد، نظامي مسوولینو او مجاهدینو برخه اخیستې وه.
د ۲۲۱ شهید افتاب (رح) فرقې مرستیال مولوي عبدالله سعد فارغینو ته په خپله وینا کې ویلي چې نظامیان باید له خپلې وړتیا سمه ګټه پورته کړي. ښاغلي سعد د دوښمن په ځپنه کې د نظامیانو هڅې ستایلې دي.
ددې فراغت غونډې په پای کې نویو فارغانو خپل پوځي، تکتیکي او نظامي نمایشونه هم نندارې وړاندې کړل.
یاده دې شي، چې دفاع وزارت تر دې دمخه هم لسګونه زره تنه منسوبین د دین او هېواد د دفاع په موخه روزلي او فارغ کړي دي.

اړوند خبرونه