د ملي دفاع وزارت اړوند ۲۰۱ خالد بن ولید (رض) قول اردو د ښوونیز مرکز له شپږمې دورې څخه بېلابېلو برخو کې زر تنه منسوبین فارغ شوي دي.
دا منسوبین له مسلکي، عقیدوي او فکري زده کړو فارغ شوي، چې د فراغت په مراسمو کې یې د لواګانو قوماندانانو، د شرقي زون ولایتونو والیانو، او د ګڼ شمېر نورو نظامي او ملکي ادارو مسوولینو برخه اخیستې وه.
د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو مرستیال مولوي محمد نظامي فارغانو ته د مبارکۍ ترڅنګ په خپلو سپارښتنو کې ویلي چې په دې مرکز کې زده کړي درسونه اړوندو جزوتامونو کې علمي کړئ او له ولس سره داسې چلند وکړئ چې د شکایت موقع په لاس ور نه شي.
یاده دې شي چې ملي دفاع وزارت تر دې دمخه هم په بېلابېلو مسلکي برخو کې لسګونه زره تنه فارغ کړي وو.