په خوست کې مسوولين وايي، چې په دې ولايت کې له ۱ زر او ۲۰۰ اړمنو کورنيو سره ژمنۍ مرستې شوې دي.
د ياد ولايت د اقتصاد رييس مولوي اختر محمد عکرمه د مرستې د وېش پر مهال ويلي، دوی هڅوي کوي چې د خپلو بېوزلو هېوادوالو لاسنيوی وکړي.
د ښاغلي عکرمه په خبره، چې دغه مرستې د “اووما” خيريه بنسټ په همکارۍ تر سره شوې دي.
ويلکېږي، چې له دې ۱۲۰۰ کورنيو څخه ۴۰۰ اړمنې کورنۍ د ياد ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو له رياست څخه ورپېژندل شوې دي. د ويلو ده، چې تر دې وړاندې هم د هېواد په ګڼو ولايتونو کې له زرګونو کورنيو سره مرستې ترسره شوې دي.