د زابل ځایي مسوولینو په ارغنداب ولسوالۍ کې د ۵ میلیونو افغانیو په لګښت د دوه پلونو د جوړېدو خبر ورکړی دی.
مسوولین زیاتوي چې دا پلونه د ارغنداب ولسوالۍ د ولسونو په مټ جوړ او ګټې اخیستو ته سپارل شوي دي.
ویل کیږي چې دا پلونه په ۲ میاشتو کې بشپړ شوي دي.
یاده دې شي چې اسلامي امارت هم ټول هېواد کې ګڼې لنډمهالې او اوږدمهالې رغنیزې پروژې تر لاس لاندې لري.