د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور د فراه له والي مولوي غوث الدین رهبر سره کتنه کې د بخش اباد بند د چارو د پرمختګ په تړاو خبرې کړي دي.
دې کتنه کې د فراه والي مولوي غوث الدین رهبر د بخش اباد بند د چارو د پرمختګ په اړه مالومات وړاندې کړي او په دې ولایت کې یې د اوبو او انرژۍ د لا زیاتو پروژو د پلي کېدو غوښتنه کړې ده.
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د فراه والي او ولس ته ډاډ ورکړی چې د شته امکاناتو په مټ به د متوازنې پراختیا په مټ یاد ولایت کې د اوبو او انرژۍ پروژې پلې کړي.